نړۍ

پوتین بیجینګ ته ورسېد

ولادیمیر پوتین د روسیې د ولسمشر په توګه له لوړې کولو وروسته په خپل لومړني بهرني سفر بیجینګ ته ورسېد.

د چين ولسمشر شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د کتنې په پيل کې ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د «بيا ژوندي کولو» په لار کې به همکاري وکړي.

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د هیواد ولسمشر ټینګار کړی چې چین به تل د روسیې لپاره «ښه ملګری» وي.

ښاغلپ شي جين پينګ په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د غونډې په ترڅ کې پوتين ته وويل: «د چين او روسيې نننۍ اړيکې په سختۍ لاس ته راغلي  او دواړه خواوې بايد د هغې قدر او ملاتړ وکړي.»

هغه وويل: «چين غواړي په ګډه د دغه هېواد او روسيې د پرمختګ او بيا پراختيا ته لاسرسي پيدا کړي او په نړۍ کې د عدل او انصاف د ساتلو لپاره ګډ کار وکړي.»

 د ٢٠٢٢ په فبرورۍ کې؛ کله چې پوتین بیجینګ ته لاړ، چين او روسيې د «غیر محدودې» ملګرتیا اعلان وکړ. یوازې څو ورځې وروسته يې اوکراین ته لسګونه زره سرتېري واستول، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو مرګونې ځمکنۍ جګړې د پيل لامل شو.

پوتین د شپږ کلنې دورې لپاره د لوړې کولو وروسته د خپل لومړي بهرني سفر لپاره د چین په ټاکلو چې لږترلږه تر ٢٠٣٠کال پورې به په واک کې پاتې شي ، خپل لومړیتوبونه او له شي جين پينګ سره د خپلو شخصي اړیکو پیاوړتیا وښودله.

په دې ليدنه کې پوتين شي جين پينګ ته ويلي دى، چې د دوی همکاري د ثبات فکتور دی.

د روسیې د خبري اژانس ریانووستي د راپور پر بنسټ، پوتین وویل: « دا ډېره مهمه ده چې د روسیې او چین اړیکې فرصت طلبې  نه وي او د هیچا پر ضد نه وي. »

پوتين په داسې حال کې چين ته سفر کړى، چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په یوه نااعلان شوي سفر اوکراین ته تللى و.