افغانستان

چین او ازبکستان په افغانستان کې پر ګډو همکاریو هوکړه وکړه

فرستاده ویژه ازبیکستان با فرستاده ویژه چین دیدار کرد.

د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یوشياٸويونګ پرون (چهارشنبه د غويي ۲۶مه) له خپل ازبکستاني سیال سره د افغانستان په اړه وکتل.

یوشياٸويونګ پر اېکس ټولنيزه شبکه ويلي، چې هغه او اسماتیلا ایرګاشیف په افغانستان کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په اړه هوکړه وکړه.

د چین ځانګړی استازی وايي، د افغانستان د سولې او بیارغونې لپاره د همکاریو زیاتول د دواړو لورو د غونډې یو له مهمو ټکو څخه و.

په همدې حال کې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې درېیمه غونډه راتلونکې میاشت په قطر کې جوړه شي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشرې روزا اتنبایوا هم روانه اونۍ د ايران د بهرنیو چارو د وزیر او د ياد وزارت د سیاسي مرستیال په ګډون له یو شمېر ایراني چارواکو سره کتلي وو.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو ناستو د بحث وړ موضوع د افغانستان د مسئلې په اړه د ایران په ګډون د سیمې د هېوادونو د یووالي او ګډ دریځ رامنځته کول وو.

طالبانو هم په قطر کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې د دریمې ناستې هرکلی کړی دی؛ خو دوی د هېواد په چارو کې د دغه سازمان د ځانګړي استازي ټاکل «اړتیا او حل لاره»نه بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پیر لاکروکس هم پرون (چهارشنبه د غويي ٢٦مه) کابل ته راغلی و.