نړۍ

«جبالیه کې د فلسطیني کډوالو وضعیت خراب دی»

د غزې تړانګې په شمال او سويل باندې د اسرائیلي پوځیانو له بریدونو سره هممهاله دغه ځواکونه په جبالیه کې د کډوالو کمپ ته ننوتل.

رویټرز راپور ورکړی چې د غزې په جبالیه کمپ کې د بې ځایه شویو کسانو وضعیت «خراب»دی.

که څه هم رویټرز د دغو بریدونو د کره مرګ-ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو لیکلي يې دي، چې د جبالیه کډوالو پر کمپ د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې یو شمېر فلسطینیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې هم پر دغه کمپ د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې ۲۹ فلسطینیان وژل شوي وو.

په ورته وخت کې اسراييلي ځواکونو په لويديځه غاړه کې د الخليل ښار ته څېرمه د عرب بې ځايه شويو کمپونو باندې بريد وکړ.

جبالیه د هغو اتو کمپونو په منځ کې د فلسطیني کډوالو تر ټولو لوی کمپ دی چې تر سلو زرو زیات کسان په کې میشت دي.

د جبالیه ډيرى اوسیدونکي هغه فلسطینیان دي چې په ۱۹۴۸ کال کې د عرب – اسرائیلو د جګړې پر مهال له ښارونو او کلیو څخه شړل شوي وو.

په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو دوام؛ په ځانګړې توګه پر رفح ښار پراخ نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي.

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې که پر رفح خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، له دغه هېواد سره به د وسلو مرستې بندې کړي.