نړۍ

بلینکن په یو نا اعلان شوي سفر اوکراین ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن (سه شنبه، د مې ۱۴) په یوه نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.

رویټرز خبر ورکړی چې که څه هم تر دې مخکې د دغه سفر په اړه څه نه دي ویل شوي. خو موخه يې  د دې هېواد په شمال ختیځ پولو کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې له اوکراین څخه د امریکا د ملاتړ ښودل دي.

 وروسته له هغه چې کانګرس د ٦١ ملیارد ډالرو مرستې بسته تصویب کړه،دا اوکراین ته د امریکا د لوړ پوړي چارواکي لومړی سفر دی.

ښاغلي بلینکن ته یوې نږدې سرچینې چې په دې سفر کې ورسره ملګرتيا کوي، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل،  هیلمن دی چې دا سفر هغه اوکراینیانو ته یو قوي پیغام واستوي چې په سخت حالت کې دي.

يادې سرچینې ويلي: «دلته د بهرنیو چارو د وزیر ماموریت، په دې خبرې کول دي چې څنګه زموږ اضافي مرستو تقويت دى چې د دوی (اوکراینيانو) دفاع پیاوړي کولو کې مرسته کوي»

د دې سرچینې په وینا، توپخانې، د«اتاماکس» په نوم د اوږد واټن ویشتونکي توغندي او د هوايي دفاع مخنيوي سيسټمونه  چې د اپریل په ۲۴مه د ولسمشر جوبایډن له خوا تصویب شوي، د اوکراین ځواکونو ته وړاندې رسېدلي دي.

دا سرچینه وايي: «بلینکن به د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ګډون اوکرایني چارواکو ته د متحده ایالاتو د ثابت ملاتړ ډاډ ورکړي او د اوکراین د راتلونکي په اړه به وینا وکړي.»

د رویټرز د راپور پر بنسټ، کيیف له میاشتو راهیسې د جګړې په ډګر کې شاتګ کوي. ځکه روسي ځواکونه ورو ورو پرمختګ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې CNN مخکې راپور ورکړی و چې اوکراین د مهماتو، توغنديو، دفاعي سیسټمونو او تر ټولو اړينه دا چې د روسیې سره په جګړه کې د سرتیرو له کمښت سره مخ دی.