Uncategorized @ps نړۍ

پوتین د اوکراین د جګړې د ګټلو لپاره د پخواني دفاع وزیر پر ځای ملکي اقتصاد پوه وټاکه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ (غويي ۲۳) یو ملکي اقتصاد پوه د روسیې د دفاع د نوي وزیر په توګه وټاکه.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د دې ټاکنې موخه د اوکراین د جګړې د ګټلو لپاره د دفاعي بودیجې په غوره توګه کارول دي.

د اوکرایین له دوه کلنې جګړې وروسته چې دواړو هېوادونو ته یې ګڼه مرګ-ژوبله واړوله، د روسیې ولسمشر د اقتصاد پخوانى  ۶۵ کلن وزير اندری بیلوسوف د خپل پخواني ۶۸ کلن ملګري سرګي شویګو پرځای د دفاع وزير په توګه وټاکه.

کرملین وايي، پوتین له شویګو څخه غوښتي چې د ملي امنیت د شورا د وزیر نیکولای پاتروشیف ځای ونیسي او په پوځي صنعتي کمپلکس کې هم مسوولیتونه په غاړه واخلي.

رویټرز زیاتوي، دا له ۲۰۲۲ کال وروسته د روسیې په دفاعي جوړښت کې تر ټولو مهم بدلون دی، چې دغه هېواد په اوکراین کې د «ځانګړو عملیاتو» تر نامه لاندې جګړه پیل کړه.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پوتین د دې ګام دفاع وکړه او ویې ویل چې دا بدلون منطقي دی ځکه روسیه اوس په ۱۹۸۰ کال کې د پخواني شوروي اتحاد وضعیت ته نږدې ده چې د پوځي لګښتونو ۷،۴ سلنه له ناخالص کورني توليد څخه تمویلېدل.

پیسکوف زیاته کړه، د هېواد له ټولیز اقتصاد سره د جګړې د لګښتونو سمون او ادغام اړين دى او له همدې امله د روسیې ولسمشر پرېکړه وکړه چې یو اقتصاد پوه د دفاع وزیر په توګه وټاکي.

پیسکوف ادامه ورکړه چې «دا ډول کس د نوښتونو لپاره ډیر چمتو دی او د جګړې په ډګر کې بریالي کیږي.»

بیلوسوف، د اقتصاد پخوانی وزیر چې د ولادیمیر پوتین ملګری هم دی، د تکنوکراتانو نظرونو سره؛ چې غواړي څو يوه پیاوړې روسیه عصري کړي، ورته عقيده لري.

بیلوسوف د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په جوړولو کې مهم څارونکى رول درلود.

دې بدلونونو چارواکي حیران کړي او ښیې چې پوتین هڅه کوي د اوکراین سره جګړه دوه برابره زياته کړي.

پوتین غواړي د جګړې اقتصاد له لارې پر دغه هېواد د لوېدیځ لخوا لګول بندیزونه، چې تر اوسه ناکام شوي دي، مهار کړي.

د رویټرز مجلې لیکوال په دې باور دی چې د روسیې اقتصاد پوهانو پر دغه هېواد د لویدیځ له سختو بندیزونو سربېره خپل اقتصاد له سقوطه ژغورلی دی.

د روسیې یو پخوانی ډیپلومات الکساندر باونوف چې اوس د روسيې کارنیګي – یوریشیا مرکز  لوړ پوړی غړى دی وویل: «د دفاع وزیر په توګه د اقتصاد پوه د ټاکلو وړاندیز پدې معنی کیدی شي چې پوتین غواړي د نظامي صنعت فابریکو او نړیوالو بازارونو »پروړاندې بريالى شي.