نړۍ

په اوکراين کې د روسيې ځواکونو نوى پرمختګ؛ دغه ځواکونو ووچانسيک محاصره کړى

د اوکراین د خارکیبف په شمال ختیځ کې د ووچانسک سرحدي ښارګوټی له پرون راهیسې د روسي ځواکونو له خوا محاصره شوی دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې د اوکراین د پوځ لوی درستیز وویل چې روسي ځواکونو «تاکتیکي بریا» ترلاسه کړې او له ٢٢ سيمو څخه یې په ١٤ سیمو کې پرمختګ کړی.

د رویټرز د راپور له مخې، د اوکراین ځینې پوځي واحدونه له هغو ځواکونو سره مرسته کوي چې په دغه سرحدي ښارګوټي کې د روسي ځواکونو له خوا محاصره دي.

د اوکراین یو سرتېري ویلي چې د دغه هېواد ځواکونه له یو شمېر هغو پوځیانو سره مرسته کوي چې له محاصرې څخه د وتلو په حال کې دي.

د دغه خبري اژانس د خبر له مخې، د اوکراین د پوځ لوی درستیز تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ووچانسک په شاوخوا کې جګړه روانه ده او د روسیې پوځ په دغه ښار د برید لپاره د پام وړ ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

په همدې حال کې د روسیې پوځ ویلي چې په خارکیف سیمه کې یې لږ تر لږه ۹ سرحدي کلي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

له بلې خوا د مش او ریدوفکا په ګډون روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هیواد ځواکونه ووچانسک ته ننوتلي دي.

خو په ووچانسک کې د اوکراین د پوځي ادارې مشر تاماز ګمباراشویلي رویټرز ته ویلي: “وروسته له هغې چې زموږ پوځیانو د روسیې کوچنۍ ډلې په شا وتمبولې، دا ښار د اوکراین تر کنټرول لاندې پاتې شو.”

په ورته وخت کې د اوکرایین د پوځ ویاند نزار ولوشين ویلي، چې د روسیې د برید اصلي موخه ووچانسک او لیپتسي ښارونه دي چې له پولې څخه ۷،۵ کیلومتره او د خارکییف له ښار څخه ۲۰ کیلومتره لیرې پراته دي.

دا په داسې حال کې ده، چې  سي اېن اېن پرون راپور ورکړى، چې د پوځیانو د کمښت او د اړتیا وړ جنګي تجهیزاتو د نشتوالي له امله د روسیې په وړاندې د اوکرایني ځواکونو کمزورتیا په ډاګه شوې ده.

اوکراین وايي، د وسلو، دفاعي سیسټمونو او توپچي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی.