سویلي آسیا

د کوټې – کندهار لويه لار د تګ راتګ په وړاندې بیا پرانستل شوه

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د کوټې – کندهار لويه لار د ځايي قومي مشرانو او پاکستاني حکومتي چارواکو په منځګړتوب د بار وړنکو موټرو او تګ راتګ په وړاندې بېرته پرانستل شوه.

د کوټې- چمن لویه لار د افغانستان سره په پوله د ګلستان او عبدالله کلا په سیمو کې د کوکنارو د کښت پر سر د ځايي اوسېدونکو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله تړل شوې ده.

د سيمې يو قومي مشر وايي، د پاکستاني پوځيانو او اوسېدونکو ترمنځ د نښتې په پايله کې دوه قومي مشران وژل شوي او شپږ پاکستاني سرتېري ټپيان شوي دي. هغه دا هم وویل، چې دې شخړې له افغانستان سره د سوداګرۍ ټرانزیټ بند کړی او ټولې سوداګریزې چارې په ټپه ولاړې دي.