روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي خبرداری ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په تېرو دوو اونیو کې په افغانستان کې د شري نارغۍ د شکمنو پېښو شمېر زیات شوی او په دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر د تېر کال په پرتله  ډېر ثبت شوی دی.

دغه سازمان په یوه راپور کې وايي، که څه هم په تېره یوه میاشت کې د شري ناروغۍ لږې شکمنې پېښې ثبت شوې دي؛ خو په وروستیو دوو اونیو کې د دغې ناروغۍ د خپریدو ګراف لوړ شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې په تېره یوه اونۍ کې په ټول هېواد کې د شري يو زرو۵۳٠ شکمنې پېښې ثبت شوې، چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې یې دوه تنه مړه شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دواړو وژل شوي کسانو تر پنځو کلونو کم عمرونه درلود، چې یو یې د کابل او بل یې د کندهار اوسېدونکی و.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي: “د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په ټولیزه توګه د شري ۲۱زره۸۴۳ شکمنې پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې ۱۰۰ تنه مړه شوي دي.”

دغه سازمان وايي: “د شري په شکمنو پېښو کې ۱۷زره۶۱۱ (۸۰،۶ سلنه) له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي، چې ۹زره۸۷۱ (۴۵،۲ سلنه) یې نجونې دي.

د دغه راپور له مخې، بلخ ولایت د شري ناروغۍ له ۱۶،۷ سلنې څخه د زیاتو پېښو په لرلو سره د دغه نوملړ په سر کې ځاى لري، په دې ترتیب په سمنګان کې ۱۵،۵ سلنه او په خوست کې ۱۳،۹ سلنه پېښې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان په ګډون د روغتیايي خدمتونو ملاتړو بنسټونو تل د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزونو له امله د افغانستان د روغتیا په برخه کې د ننګونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نړیوالو روغتیايي سازمانونو او ملاتړو ډاکټرانو په ساحوي روغتونونو او کلینیکونو کې د ښځینه ډاکټرانو دشتون پرڅرنګوالي او کار د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه وضعیت دوام په ټول افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو د کموالي لامل شوی دی.