نړۍ

امریکا پر اسراییلو خپلې تسليحاتي مرستې بندوي

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر جوبایډن وايي، که اسراییل پر رفح خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، امریکا به پر دغه هېواد خپلې تسليحاتي مرستې بندې کړي.

ښاغلي بایډن له سي ان ان سره په خبرو کې وویل، “ما دا روښانه کړه، چې که دوی (اسرایلي ځواکونه) رفح ته لاړ شي، زه به هغه وسلې ورنکړم چې اسراییل یې په رفح کې کاروي.”

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز ته ویلي، چې واشنګټن په رفح کې د هغو وسلو د لېږد بهیر له نږدې څاري چې ښايي په رفح کې ترې کار واخیستل شي او د وسلو د مرستې کڅوړه چې  دوه زره پونډي يوزر ٨٠٠ بمونه  او زر بمونه نور چې ۵۰۰ پونډه دي، ورکول يې اسراییلو ته ودرول شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو له خوا د حماس له خوا د اوربند د وړاندیز له ردولو وروسته، د نتانیاهو جنګي کابینې د غزې د تړانګې په سوٸل کې پر رفح ښار د پوځي عملیاتو د دوام منظوري ورکړه.

خو جوبایډن پرون (چهارشنبه، اپریل ۸) له سي ان ان سره په مرکه کې ويلي، چې اسراییل په غزه کې د ملکي وګړو د وژلو لپاره امریکايي وسلې کاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر ګیلاد اردان، د روانې اونۍ په پیل کې د وسلو د لېږد د ځنډولو په اړه د واشنګټن پریکړه “ډیره خواشينونکي” وبلله.