افغانستان

په بدخشان کې د طالبانو والي د لاريونونو په تړاو: ځايي خلک «پلمې» لټوي

د بدخشان والي محمد ایوب خالد له بي بي سي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې دا د طالبانو پرضد لاريونونه د “ناسم پوهاوي” په پایله رامنځته شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو والي منلې چې د دوى ځواکونه د کوکنارو د اړولو پر مهال د ځايي خلکو د غنمو کروندو ته ننوتي او دغه کروندې يې زيانمنې کړې دي.

محمد ايوب خالد وايي، چې طالب ځواکونه د تلاشي کولو په موخه د بدخشان د خلکو کورونو ته نه دي ننوتلي، بلکې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په موخه کليو ته تللي، چې د دوى د استوګنې کورونه هم ورسره نږې پراته دي.

هغه وايي چې ځايي اوسېدونکي “پلمې” لټوي.

خو د بدخشان په ارګو او درایم ولسوالیو کې لاريون کوونکو ویلي، چې طالب ځواکونه د تلاشۍ په موخه د دوی کورونو ته ننوتي او د دوی «شخصي حريم» یې تر پښو لاندې کړي دي.

په ورته وخت کې دغو لاريون کوونکو ویلي، چې طالبان په دې ولایت کې د کوکنارو کروندې د “قضیې په اساس” له منځه وړي، او له دې ولايته يې د پښتنو طالبانو د ويستلو غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې د بدخشان ولایت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط آمو ته ویلي وو، چې د فصیح الدین فطرت په مشرۍ د طالبانو د نظامي پلاوي خبرې له ځايي خلکو سره  کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

دغو سرچينو ويلي دي چې د طالبانو د وړانديز د نه منلو په صورت کې لاريون کوونکي هم ګواښل شوي او يو شمېر يې د طالبانو له خوا په زور د بدخشان مرکز فيض اباد ته وړل شوي دي؛ څود طالبانو له پلاوي سره خبرې وکړي.

په بدخشان کې د “طالبانو پر ضد” د خلکو لاريونونه داسې مهال پیل شول، چې پنځه ورځې وړاندې (شنبه، د غويي په ۱۵مه) د دغه ولایت د درایم ولسوالۍ د قرلګ کلي د خلکو او طالبانو تر منځ له نښتې وروسته طالبانو پر خلکو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې د نظام الدین په نوم یو تن ووژل شو او يوشمېر نور ټپیان شول.

ويل کيږي چې د دغو لاريونونو لړۍ يوه ورځ وروسته د بدخشان ارګو ولسوالۍ ته وغځول شوه او د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د “طالبانو پر ضد” شعارونه هم ورکړل.وروسته له هغې طالبانو پر لاريون کوونکو ډزې وکړې، چې يو تن ووژل شو او يو شمېر نور ټپيان شول.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لسګونه لاريون کوونکي هم نیولي دي.