نړۍ

د روسيې له هوايي بريد وروسته د اوکراين په يو شمېر سيمو کې برېښنا پرې شوې

د اوکراین پر برېښنایي تاسیساتو پرون ناوخته(چهارشنبه د آپريل ٨) د روسیې له هوايي بریدونو وروسته د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، دغو بریدونو د اوکراین د برېښنا درېیو لويو فابریکو ته سخت زیان اړولی دی.

د اوکراین د بریښنا رسونې شرکت چارواکو ویلي چې دا زيانونه په لویه کچه دي او آن له اروپا څخه د بریښنا واردول هم نشي کولی د بریښنا سیسټم کې رامینځته شوی تشه ډکه کړي.

 د دغه خبری اژانس د راپور پر بنسټ، اوکراینی ځواکونو په دغه برید کې د پام وړ شمېر توغندی او بې پیلوټه الوتکې هم ویشتلي دی.

خو د هیواد په ډیری سیمو کې د بریښنا تولید او لیږد تاسیسات  په نښه شوي، چې په پایله کې یې په اوکراین کې د خلکو کارونه او سوداګري د ځنډ سره مخ شوې ده.

له بلې خوا، د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې دا هوایی برید د روسیې د انرژۍ تاسیساتو باندې د کییف د بریدونو په غچ کې ترسره شوی چې موخه یې د لویدیځو وسلو لیږدول او د اوکراین د پوځي ځواک کمول دي.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې دغه هېواد د دویمې نړیوالې جګړې د پای کلیزه نمانځي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم دغه بریدونه غندلي دي.