نړۍ

اوکراین د روسیې د استخباراتو دوه کارکوونکي د زیلینسکي د وژلو د دسیسې په تور نیولي

اوکراین د دغه هېواد دوه جګپوړي پوځي قوماندانان نیولي چې د روسیې په امر یې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د یو شمېر لوړپوړو چارواکو د وژلو پلان جوړ کړی و.

د سي ان ان د راپور پر بنسټ، د اوکراین امنیتي خدماتو دا مامورين د هیواد د دولتي ګارد خدماتو دوه قوماندانان پیژندلي چې د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو لخوا ګمارل شوي وو، چې مسکو ته یې محرم طبقه بندي شوي معلومات  لېږل.

د اوکراین امنیتي ادارې په یوې اعلاميه کې ویلي چې دغو دوو کسانو ته دنده سپارل شوې وه، څو د ولسمشرۍ رياست ساتونکو ته نږدې کسان استخدام کړي چې ښاغلی زیلینسکي یرغمل کړي او بیا یې ووژني.

خو د اوکراين د امنيت ادارې د دغه توطيې د شنډولو وخت په تړاو څه نه دي ويلي.

په داسې حال کې چې ولادیمیر پوتین پرون په کرملین کې د روسیې د جمهور رٸيس په توګه د نوي شپږ کلنې دورې لپاره لوړه وکړه، د روسیې د استخباراتو دوو استخدام شویو مامورينو غوښتل چې زیلینسکي او ځینې جګپوړي اوکرایني چارواکي هغه ته د “ډالۍ” په توګه وړاندې کړي.

سى ان ان ویلي، چې دغو دوو جاسوسانو د اوکراین د پوځي استخباراتو د ادارې د مشر ماليوک بودانوف د وژلو پلان هم درلود.