افغانستان

د پاکستان پوځ: تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې په پاکستان کې فعالیت کوي

پاکستان یو ځل بیا په طالبانو تور پورې کړ چې دوى په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو ته پناه ورکوي؛ څو افغانستان له خاورې په استفادې د پاکستان حکومت د امنیت ضد فعالیتونو ترسره کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند شریف احمد چوهدري نن په دغه هیواد کې په یوه خبري غونډه کې وویل: ” د تحریک طالبان پاکستان ترهګر د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې فعالیت کوي.”

سره له دې چې طالبانو په وار وار ویلي چې ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د کوم هیواد په ځانګړې توګه د ګاونډيو هيوادونو پر ضد عملیات وکړي؛ خو د پاکستان د حکومت د پوځ دغه چارواکی ټینګار وکړ: ” تحریک طالبان پاکستان د ترهګرۍپه اړه چې په افغانستان کې پناه ځایونه لری، د ترهه ګرۍ شواهد موجود دی”.

ښاغلي چوهدري ددې څرګندونو سره چې وروستۍ “ترهګریزې پېښې” په افغانستان کې “ترهګرو” پورې تړلې دي، وویل: “داسې ښکاري چې په دوحه کې د طالبانو لخوا لاسلیک شوی تړون تر اوسه نه دی عملي شوی.”

په عین حال کې، هغه ټټر وهلى، چې د هغه هیواد به د “ترهګرو او د هغوی د تسهیلوونکو” د ځپلو لپاره د امکان تر حده هڅه وکړي.

د پاکستان د حکومت دغه جګپوړی چارواکی ادعا کړې چې حبيب الله یو له هغو «ترهګرو» و چې د افغانستان په سپین بولدک کې اوسېده او دشمالي وزیرستان په بريدونو کې يې لاس درلود.

د پاکستان د پوځ ویاند دا ادعا هم کړې ده، چې د ګوادر بندرپه ادارې کې د مارچ د شلمې نیټې د بريد د پلټنو نه وروسته دا معلومه شوه چې دا بريدونه په افغانستان کې پلان شوې وو، او ترهګر او د هغوي تمويلونکي له افغانستانه راتلل. هغه ويلي، چې ځانمرګی بریدګر هم یو افغان و.

د پاکستان پوځ زیاته کړې، چې وسله وال په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د سولې او امنيت د ګډوډولو هڅې کوي.

د هغه په ​​وينا، په شمالي وزيرستان کې پر يوې پوستې د مارچ د ١٦مې نېټې د بريدونو په ځواب کې، د پاکستان پوځ د افغانستان په سرحدي سيمه کې د “ترهګرو پټنځايونه” په نښه کړل.

هغه زیاته کړه: “په پاکستان کې د ترهګرۍ وروستۍ څپه له افغانستان څخه پاکستاني طالبانو ته د اسانتیاوو او وسلو د برابرولو پایله ده.”

شریف احمد چوهدري له پاکستانه د بې اسنادو بهرنیانو د ويستلو پرېکړه ددې هېواد په ګټه وبلله او ویې ویل: “په میلیونونو افغانان اوس هم په پاکستان کې ژوند کوي.”

د پاکستان د پوځ ویاند په دغه ناسته کې د خپلو خبرو په یوه برخه کښې وویل: ” په پاکستان کې د ترهګرو لپاره هیڅ ځای نشته.”

د هغه په ​​وينا: “په پاکستان کې په ترهګرۍ کې د افغان اتباعو لاس لرل د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې له تړون څخه سرغړونه ده.”