افغانستان

سرچینې: دطالبانو پلاوي د بدخشان په لاريون کې د وژلو شويو کسانو کورنیو ته د پیسو وړاندیز کړی

د بدخشان ولایت یوې سرچینې له آمو سره په اړيکه کې تایید کړې چې د طالبانو د پوځ د لوی درستیز د مشر فصیح الدین فطرت په مشرۍ د طالبانو پلاوی دغه ولایت ته رسیدلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ښاغلي فطرت د بدخشان په  لاريون کې د وژل شويو کسانو کورنيو ته د پيسو وړانديز کړى دى.

سرچینې همداراز تاییدوي، د جمعې په ورځ چې د لاريونونو  لومړۍ ورځ وه، د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې د نظام الدین په نوم یو کس او د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې دلاريون په دویمه ورځ د عبدالباسط په نوم چې تازه يې واده کړى و، وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر دې مخکې لاريون کوونکو په يوه پرېکړه ليک کې له طالبانو غوښتي وو، چې د دغو دوو کسانو قاتلين دې خلکو ته وسپاري.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دغو لاريونونو کې ١٥ نور کسان هم ټپيان شوي دي.