سویلي آسیا

په پاکستان کې د یو مسافر وړونکي بس د لوېدلو له امله ۲۰ تنه وژل شوي

د پاکستان د بليستان په ګيلګيت کې يوې دره ته د یو مسافر وړونکي بس د لوېدو په پایله کې ۲۰ تنه مړه او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه نن (جمعه) سهار د دیامیر لرې پرتې ولسوالۍ کې د قراقروم پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

د دغو پاکستاني چارواکو په وینا، دغه بس له راولپنډۍ څخه د پاکستان په شمال کې د ګلګت بلستان پر لور روان و، چې چلوونکي په دغه سیمه کې د بس کنټرول له لاسه ورکړ او ولوېد.

د ګلګت بلستان د ځايي ادارې وياند فيض الله وويل: “دغه غمجنه پېښه نن سهار پنځه بجې د شوکل نومې سيمه کې رامنځته شوې ده. بس د ګلګت بلستان له دیامیر سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و چې د شا تګ پر مهال یوې ژورې درې ته ولوېد. تر اوسه په دې غمجنه پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنو ته رسېدلی دی.”

د پولیسو په وینا په دغه بس کې ۴۳ تنه مسافر وو، چې په وژل شویو کې درې ښځې هم شاملې وې.

په همدې حال کې په دې پيښه کې د پنځو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

د دې پېښې يو ټپي وايي: “زه د بس په ورستۍ چوکۍ کې ويده وم.” ناڅاپه د مسافرو په چېغو له خوبه پاڅېدم. زه نور پوه نشوم چې څه پیښه وشوه. کله چې زه په هوش راغلم، نو سیند ته نږدې پروت وم.

له پېښې وروسته د ژغورونکي ځواکونه او خلک د مرستې لپاره ورغلي او ټپيان يې روغتون ته لېږدولي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه پیغام کې اړوندو څانګو ته لارښوونه کړې چې د دغې پېښې ټپیانو ته ټولې طبي اسانتیاوې برابرې کړي.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د سړکونو د خراب حالت، د موټر چلوونکو بې احتیاطۍ، د ترافیکي قوانینو د نه مراعتولو او د سړکونو د خراب حالت له امله تر ډېره په دې سړکونو ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.

درې اوونۍ وړاندې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوه لارۍ چې لسګونه کسان په کې سپاره وو یوې درې ته ولوېده چې له امله یې ۱۷ کسان ووژل شول او ۴۱ نور ټپیان شول.