افغانستان

اوتونبایوا په افغانستان کې د خبریالانو پر ملاتړ او خوندیتوب ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د افغان خبریالانو فعالیتونه د دغه هېواد د خلکو د هوساینې او پوهاوي لپاره اړين وبلل او د هغوی پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.

مېرمن اوتونبایوا د رسنيو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د هغو خبریالانو ستاینه وکړه چې د “ملت” د خبرولو په موخه یې په ټول افغانستان کې ځانونه په خطر کې اچولي دي.

په دغه پيغام کې، چې د “يونا نيوز” له خوا خپور شوى، ويل شوي: “د دوى کار د ټولو افغانانو لپاره اړين دى، څو ملت خبر کړي او د پوهنې، چاپېريال، روغتيا، اقتصاد او ښې حکومتوالۍ په برخو کې اقدام وکړي.”

يوناما پر اېکس په یوې جلا ليکنې کې ويلي، چې اوتونبایوا په لوګر ولایت کې د “ملي پيوند” راډیو له لارې د افغان خبریالانو په ملاتړ د رسنيو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام وړاندې کړ.

یوناما په دې پوسټ کې لیکلي: ” دا د ښځینه خبریالانو دغږ اورېدلو او د بیان د ازادۍ پر اهمیت بحث لپاره يو فرصت و.”

د مى درېیمه نېټه په ټوله نړۍ کې د رسنيو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان بيا واک تر لاسه کړى، په دغه هېواد کې رسنۍ له ډېرو محدودیتونو سره مخ شوې دي.