افغانستان

نن د مى درېیمه، د رسنيو د ازادۍ نړیوالې ورځې سره برابره ده

د مى درېیمه نېټه په ټوله نړۍ کې د رسنيو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

افغان رسنۍ دا ورځ په داسې حال کې نمانځي چې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د راپورونو له مخې د طالبانو د بندیزونو له امله په هېواد کې دننه خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو ننګونو سره مخ دي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د راپور له مخې، په تېرو ١٢ مياشتو کې په هېواد کې د رسنيو او خبريالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ١٣٦ پېښې ثبت شوې دي، چې ٧٣ د ګواښونو او ٦٤ د خبريالانو د نيولو پېښې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو داستازولۍ دفتر(يوناما) په خپل تازه راپور کې په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت او د طالبانو له خوا د خبریالانوپه خپلسري نیولو اندېښنه ښودلې ده.