ورزش

د هېواد کرکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال د کرکټ شل اوریز نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د ۱۵ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام به د ویسټ انډیز او امریکا په کوربتوب ترسره شي.

د هېواد کرکټ بورډ وايي، راشد خان به د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه په دې سیالیو کې ګډون وکړي.

د کرکټ بورډ د پرېکړې له مخې، شل اوریز نړیوال جام ته په ټاکل شوې لوبډله کې د محمد اسحاق او ننګیال خروټي په ګډون ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.

خو حشمت الله شهیدي چې تېر ۲۰۲۳ کال د کرکټ یو ورځني نړیوال جام کې د ملي لوبډلې لوبډلمشر و، په دې ترکیب کې نشته او وروستی ځل په ٢٠٢٢ کې شل اوریز نړیوال جام کې راڅرګند شوی وو.

ننګیال خروټي چې خپله لومړنۍ نړیواله لوبه یې په مارچ میاشت کې د ایرلینډ خلاف کړې وه او ویکټ ساتونکی محمد اسحاق چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کلونو پر مهال د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې لوبیدلی، هم په نوملړ کې شته.

په دې ترکیب کې د راشد خان په ګډون چې د “سپېن” توپ اچوونې ستوری دی، د مجیب الرحمن، ننګیال خروټي، نور احمد او محمد نبي په ګډون پنځه “سپین” توپ اچوونکي شامل دي.

فرید احمد، فضل الحق فاروقي او نوین الحق د افغانستان د مهمو تېز بالرانو په توګه په دې نوملړ کې شامل دي.

په دغه نوملړ کې ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز (وېکټ ساتوونکی)، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، محمد اسحاق، کریم جنت، ګلبدین نایب، ننګیال خروټی، راشد خان (لوبډلمشر)، نور احمد، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، نوین الحق او فرید احمد ملک شامل دي.

په ریزرف لوبغاړو کې بیا صدیق اتل، سلیم صافی او حضرت الله ځاځی شامل دي.