سوداګري

د کرنې دېرشم نندارتون په کابل کې پرانيستل شو

د افغانستان د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون په کابل کې پرانیستل شو.

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ويلي، چې دوی د هېواد د “کرنې د ماشيني کولو ستراتیژي” په لاس کې لري.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو اين ډي پي) په خپل تازه راپور کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

په دغه راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه اوه يې د خوراکي توکو، روغتيايي خدمتونو، کارموندنې او نورو ورځنيو اړتياوو په برخه کې د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو توان نه لري.