افغانستان

یونیسف: په هیواد کې څه باندې ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د مارچ میاشتې په خپل یوه میاشتني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ۱۲،۳ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په راپور کې د اوږدې جګړې اغېزې، د اقلیم بدلون، اقتصادي رکود او د بې کارۍ زیاتوالي په ځانګړې توګه د هیواد د ماشومانو په منځ کې د بې وزلۍ د زياتوالي عمده لاملونو په توګه ياد کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي: «د روان کال د مارچ په ۲۹مه او ۳۰مه په ټول هېواد کې د سختو اورښتونو له امله د افغانستان په اوو ولایتونو کې څه باندې ۱زرو۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، څه باندې ۵۴۰ کورونه او نور طبیعي زیربناوې ویجاړې شوې دي».

یونیسف په دغه راپور کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې تر ۹ میلیونو ډېر ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي او له دې ډلې څه باندې ۳۹ زره کسان چې ۵۶ سلنه یې نجونې دي، د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د دغه راپور پربنسټ، د مارچ له ۲۵ څخه تر ۳۱ پورې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ ۱زرو ۴۳۵ شکمنې پېښې او ۹ مړینې ثبت شوي، چې د تېرې اوونۍ په پرتله د شکمنو پېښو په شمېر کې ۱۲،۶ سلنه کموالی ښيي.

یونیسف همدا راز ويلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو ته د بشري مرستو لپاره ۱.۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده، چې تراوسه يې یوازې ۳۵ سلنه برابرې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د بشري فعالیتونو په پلي کولو کې لاسوهنه، د چاپیریالي ننګونې او په مرستو رسولوکې د ښځو د ونډې محدودول د دې ادارې د فعالیتونو د محدودولو اصلي لاملونه بللي دي.