نړۍ

ملګري ملتونه: د خوړو نړیوال ناورين “بيړني غبرګون” ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، نړۍ د خوړو له ناورين سره مخ ده او په ځینو ځایونو کې ماشومان د لوږې له امله مري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې “د خوړو نړیوال ناورين” د نړۍ د هیوادونو بيړني غبرګون ته اړتیا لري.

انتونیو ګوتريش په یوه ویډیو کې چې پر خپل ايکسپاڼه يې خپره کړې ویلي: “په ژمنتیا او کلک هوډ سره کولی شو داسې نړۍ رامینځته کړو، چې لوږه پکې ځای ونلري.”

هغه زياته کړې،چې تېر کال د هغو خلکو شمېر ٧٠٠ زرو ته رسېده چې له قحطۍ سره مخ و، خو اوس دوه برابره شوى دى.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي دسيپري (SIPRI) ګلوبل انسټیټیوټ د راپور پر بنسټ وويل: “مونږ په داسې حال کې په نړۍ کې د لوږې او بېوزلۍ د ډېرښت شاهدان یو، چې په لوړه کچه د پوځي لګښتونو لیدل بې ساري او ټکان ورکوونکی دي.»

د خوړو نړیوال ناورين په اړه ددې سازمان راپور، چې مخکې یې خپور کړی، ښیي چې “سخته لوږه” په ٥٩ هیوادونو کې په دوامداره توګه شديده وه، او په هرو پنځو تنو کې یو یې بیړنیو او حیاتي مرستو ته اړتیا لري.

د دې راپور له مخې، په ٢٠٢٣کال کې په ٥٩ هیوادونو اوسيمو کې نږدې ٢٨٢ ملیون خلک د سختې لوږې سره مخ وو.