نړۍ

د سريلانکا ته ایران د ولسمشر سفر

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د خپلو سیمه ییزو سفرونو په دوام او پاکستان ته د خپل رسمي سفر له پای ته رسېدو وروسته سریلانکا ته ولاړ.

د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې نوموړي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره هم لیدنې درلودې.

د دغو راپورونو له مخې، د ايران ولسمشر نن (چهارشنبه د اپريل ٢٤مه) د کراچۍ له محمد علي جناح نړيوال هوايي ډګر څخه د سريلانکا په لور روان شو.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، پاکستان ته د ښاغلي رئیسي د سفر پر مهال د کراچۍ پوهنتون هغه ته افتخاري دوکتورا ورکړه.

ویل کېږي چې ابراهیم رئیسي د دغه سفر پر مهال د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو، شهباز شریف، لومړي وزیر اسحاق ډار، د بهرنیو چارو له وزیر او نورو پاکستاني چارواکو سره کتلي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نوموړي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اته تړونونه لاسلیک کړي دي.

ویل کیږي چې ابراهیم رئیسي د سریلانکا د ولسمشر رانیل ویکرمسینګه په رسمي بلنه دغه هیواد ته په يو ورځني سفر تللی دى.

د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې نوموړی به په دغه سفر کې د سریلانکا له ولسمشر سره یو ځای د «اوماویا» پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي، چې ۲ بندونه او د ۱۲۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

د يادونې وړ ده، چې دغه پروژه په دغه هېواد کې د ايراني قرارداديانو له خوا جوړه شوې وه.