افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان د بشري مرستو صندوق د دغه هېواد له خلکو سره د مرستې لپاره نورو مرستو ته اړتیا لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق په دې هېواد کې د خپلو لسو کلونو فعاليتونو کې مهم پړاو ته رسېدلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او ځانګړې استازې اندریکاراتواته، دافغانستان د بشري مرستو د صندوق د لسمې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیويي کليپ کې ويلي، چې په تېره یوه لسیزه کې دغه صندوق په هيواد کې دمثبتو بدلونونواو فعالیتونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ملاتړ کړی دی.

راتواته په ډاګه کړه، چې له ۳۲ بهرنیو مرستندویه ادارو څخه یې له یو میلیارد ډالرو زیاتې پیسې ترلاسه کړې؛ خو ۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده؛ترڅوپه افغانستان کې د ۱۷ میلیونو خلکو چې بیړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري، رسيدګي وکړي.

هغه همدا راز زیاته کړه چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۳ میلیونو څخه ډيرو خلکو په افغانستان کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بيا واکمنۍ راهيسې افغانستان له خورا بد بشري ناورین سره مخ دی.