نړۍ

زیلینسکي: اوکراین به دویم افغانستان نه وي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د کانګرس له خوا له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو د بستې له تصویب وروسته وویل چې اوکراین به دوهم افغانستان نه وي.

د سکای نیوز د راپور پر بنسټ، زیلینسکي متحده ایالاتو ته په اشارې وویل: «دوی د جګړې مالي تمویل نه کوي،بلکه په ټوله اروپا کې د “آزادۍ او ډیموکراسۍ” ساتنه کوي.

هغه له این بي سي نیوز سره په مرکه کې ويلي، چې دا مرستې د “امریکا د مشرتابه نمايش” دى.

دې هیواد ته د متحده ایالاتو د مرستې بستې په اړه ، زیلینسکي وویل چې “دا یو قدرتمن پیغام لري”.

په دې مرکه کې د اوکراین ولسمشر زیاته کړې: دا مرستې به اوکراین پیاوړی کړي او کرملین ته به یو قوي سیګنال واستوي چې دا هېواد به دويم افغانستان نه وي.

د څو میاشتو ځنډ وروسته، د شنبې په شپه (اپریل ٢٠)، د متحده ایالاتو د استازو مجلس د اوکراین، اسراییل او تایوان لپاره د ٩٥ ملیارد ډالرو مرستې بسته تصویب کړه.

ویل کیږي چې له دې پوځي مرستو څخه ۶۰،۸ میلیارده ډالره یې له اوکراین سره د «روسیې برېدونو» د مخنیوي په موخه ځانګړې کړې دي.

د امریکا د پوځي مرستو پرېکړه لیک اوس د امریکا د سنا په لاس کې دی او ټاکل شوې چې سبا (سه شنبه، د اپریل ۲۳) د دغه هېواد پارلمان يې هم تصویب کړي.