افغانستان

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: په افغانستان کې ښځې د طالبانو د رسمیت پېژندنې څخه وېره او اندېښه لري

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، چې طالبانو له واک ته د رسېدو راهیسې له ۵۰ ډېر فرمانونه “د ښځو پر ضد” صادر کړي، چې یو یې هم نه دی لغوه شوی.

د دغه راپور له مخې، په دې نظرپوښتنې کې چې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې، د مهاجرت د نړیوال سازمان او یوناما له خوا په انلاین بڼه ترسره شوې، ښیې ښځې د طالبانو له رسمیت پیژندلوڅخه ” وېره او اندېښنه” کې دي.

د ملګرو ملتونو دمېرمنوڅانګه وايي، په ټول هېواد کې ۷۴۵ ښځو په دې سروې کې برخه اخیستې وه.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، په سلو کې ۶۷ سلنه ښځو ویلي چې د طالبانو په «رسميت پېژندنه» د بشري حقونو ؛ په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د تامینولو په برخه کې دکړکېچ د زیاتوالي لامل شي.

په دې سروې کې ۳۲ سلنه ګډون کوونکو ښځو ویلي چې طالبان باید د ټولو محدودیتونو له لرې کېدو وروسته په رسمیت وپېژندل شي او له دې ډلې ۲۸ سلنه ښځو ویلي چې طالبان باید په هېڅ صورت په رسمیت ونه پېژندل شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په راپور کې ویل شوي چې ۵۷ سلنه ښځې له کوره د وتلو او عامه ځایونو کې د تلو پر مهال د ناامنۍ او وېرې احساس کوي او ویلي یې دي چې د طالبانو له خوا د «جبري حجاب» امر او ددې ډلې لخوا د ښځو نیولو په ټولنه کې د دوی شتون محدود کړى دى.