نړۍ

امریکا پر اسرائیلو د ایران د برید په غبرګون کې پر دې هيواد نوي بندیزونه وضع کوي

د روسیې تاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې امریکا به په راتلونکو ورځو کې پر ایران «نوي بندیزونه» ولګوي.

د دې راپور له مخې، سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې جو بایډن، د امریکا متحدینو او شریکانو او د امریکا د دواړو مجلسونو له مشرانو سره په ګډه پر اسرائیلو د ایران د برید په وړاندې د هراړخیز ځواب دچمتو کولو د پراختيا په حال کې دى.

دغه خبری آژانس لیکلی، چې د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سلیوان اعلان کړی چې واشنګټن به د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر پراختیايي پروګرامونو او دغه راز د “سپاه پاسداران” او د ايران دفاع وزارت پرضد نور بندیزونه ولګوی.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي: په راتلونکو ورځو کې به امریکا د ایران د توغندیو او ډرون پروګرام په ګډون د سپاه پاسداران ډلې ملاتړو سازمانونو او د دې هیواد پر دفاع وزارت نوي بنديزونه ولګوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي دي: «متحده ایالات تمه لري چې متحدین او شریکان به یې ډیر ژر خپل لګول شوي بندیزونه عملي کړي».

په همدې حال کې، ايران په یوه بې ساري اقدام کې ددې اونۍ د شنبې په شپه (د اپریل په ۱۳) د اسرائیلو پر لور له ۳۰۰ څخه زیات چاودیدونکي ډرون، کروز او بالستیک توغندي وتوغول او ویل کیږي چې د دغو توغندیو له ۹۰ سلنې څخه زیات شنډ او له منځه وړل شوي دي.