افغانستان

دوه ورځې وروسته له پاکستان د جبري کډ‌والۍ دوام پړاو پېلیدل

پاکستان به په راتلونکو دوو ورځو کې له دغه هېواده د بې اسنادو کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړي.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، چې د اسلام اباد د دغې پرېکړې له عملي کېدو سره به د ناقانونه کډوالو د ایستلو په برخه کې زرګونه کسان بېرته افغانستان ته په ستنېدو سره له جدي ګواښ سره مخ شي

له دې سره هم مهاله؛ د بشري حقونو فعالان، په جلاوطنۍ کې خبریالان او مدني فعالان؛ د کډوالو د جبري ایستلو د دوهم پړاو پیلول د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف بولي او د اسلام آباد له خوا د دغې پرېکړې د عملي کېدو پایلې یې ناوړه بولي.

خو یو شمېر افغان کډوال وايي، که اسلام اباد دغه پرېکړه عملي کړي، د هغو زرګونو کسانو ژوند به له خطر سره مخ شي، چې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو له وېرې په پاکستان کې پناه غوښتوونکي دي.

ماجبین فروزان، کډواله وایی: «ډېر شمېر افغان وګړي د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته راغلي او که دوی له اسلام اباد څخه وشړل شي، نو ژوند به یې بیا د طالبانو له ګواښ سره مخ شي.»

نفیسه حسني، کډواله وایی: «زموږ غوښتنه د پاکستان له حکومت څخه دا ده چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو سره د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي.»

تر دې مخکې پاکستاني پولیسو د لوډ سپیکرونو له لارې کډوالو ته خبرداری ورکړی و چې بېرته خپل هیواد ته ستانه شي.

په ورته وخت کې د پاکستان له خبرداري سره سم یو شمېر مدني فعالان او خبریالان له کډوالو سره د اسلام اباد پر چلند نیوکه کوي او د دغه هېواد له نوي حکومته غواړي چې د افغانستان امنیتي او سیاسي واقعیتونه درک کړي او د بې اسنادو کډوالو د ایستلو دوهم پړاو عملي نه کړي.

صنم کبیري، د بشري حقونو فعاله وایی: «د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته، زیات شمېر افغان وګړي پاکستان ته داخل شول. د کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د پرېکړې په پلي کېدو سره به په زرګونو خلک په افغانستان کې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ شي.»

ځینې ​​کارپوهان په دې باور دي چې د کډوالو په اړه د پاکستان اوسنۍ تګلاره له طالبانو سره د اسلام اباد په سیاسي کړکېچ کې ده او د پاکستان حکومت باید له افغان کډوالو سره د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلند وکړي.

عبدالرازق عدیل، د کډوالۍ کارپوه وایی: «نړیوال بنسټونه باید پر پاکستان فشار راوړي، څو اسلام اباد د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي. که د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه عملي شي، په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو احتمال شته.»

ځینو پاکستاني چارواکو ویلي چې په دې پړاو کې به هم هغه کډوال چې اسناد لري هم له پاکستانه وایستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد د حکومت له خوا په پاکستان کې د نورو هېوادونو د کډوالو د ایستلو په اړه کوم جزئيات نه دي خپاره شوي.

په دې وروستیو کې د بخښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د حکومت نوې پرېکړه به چې په جبري توګه د « بې اسنادو» کډوالو ایستل دي په افغانستان کې د ۸۰۰,۰۰۰ کسانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.