نړۍ

ایران په هرمزتنګي کې یوه ایټالوي بېړۍ چې له اسرائیلو سره تړاو لري ونیوله

ایران د شنبې په ورځ په هرمز تنګي کې یوه ایټالوي-سویس بېړۍ چې له اسرائیلو سره تړاو لري ونیوله.

په ځواب کې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر له اروپايي ټولنې وغوښتل چې پر تهران بندیزونه ولګوي او د ایران سپاه پاسداران دې ترهګریز سازمان اعلان کړي.

په همدې حال کې واشنګټن پر اسرائیلو د ایران د احتمالي برید اټکل اعلان کړی او له تهران یې غوښتي چې له دې چارې لاس واخلي.

پر اسرائیلو د ایران د احتمالي برید په درشل کې، د اران سپاه پاسداران د هرمز تنګي کې یوه بېړۍ چې له اسرائیلو سره تړاو لري نیولې ده.

د ام اس سي شرکت منلې چې اریراني ځواکونه د چورلکو پرمټ کښتۍ ته ښکته شوي او ۲۵تنه چې د کښتۍ کارکوونکي دي نیولي دي.

تهران دوې اوونۍ وړاندې په دمشق کې پر خپلې کونسلګرۍ د برید او د خپلو جګپوړو پوځي قوماندانانو د وژلو پړه پر اسرائیلو اچولې او خبرداری یې ورکړی، چې غچ اخیستونکی اقدام به وکړي.

هغه اقدام، چې کولی شي سیمه په پراخه جګړه کې ښکیل کړي.

په ورته مهال واشنګټن هم له تهرانه غوښتي چې دا کار ونه کړي.

خو؛ کارپوهان وايي چې د اسرائیلو اړوند د کښتۍ نیول په دې لار کې لومړی ګام دی.

د کښتۍ نیولو په غبرګون کې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر له اروپايي ټولنې غوښتي چې پر تهران بندیزونه ولګوي او سپاه پاسداران دې یو ترهګر سازمان اعلان کړي.

په ورته مهال د دغه هېواد پوځ هم خبرداری ورکړی، چې د کړکېچ د پراخېدو پایلې به د تهران په زیان وي..

د راپورونو پر بنسټ؛ د امریکا متحده ایالات به هم په سیمه کې د احتمالي بریدونو په وړاندې د اسراییلو او امریکايي ځواکونو د ملاتړ په خاطر خپلې جنګي بیړۍ ځای پرځای کړي.

تېره شپه ناوخته د اسراييلو دفاعي سيسټم چې د “اوسپنې ” په نامه يادېږي، د لبنان له خاورې څخه توغول شوي لسګونه توغندي شنډ کړي.

په ځواب کې یې اسراییل په لبنان کې د حزب الله مرکزونه په هوايي بریدونو کې په نښه کړل.

د حماس او اسرایلو ترمنځ جګړه د ۱۹۰مې ورځې لپاره روانه ده او اوس په سیمه هم کې کړکېچ زیات شوی دی.

د شنبې په ورځ اسرائیلو د غزې په تړانګه کې په لسګونو هوايي بریدونه وکړي.

د لویدیځې غاړې په مرکز رام الله ښار کې د فلسطینیانو په کلیو باندې د اسرائیلي میشت ځایونو بریدونه د شنبې په سهار هم دوام لري.

په دغو بریدونو کې یو تن وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په ورته مهال اسرائيلي وګړود فلسطينيانو يو شمېر کورونه او موټرونه هم سوځولي دي.

عبداللطیف د رام الله کلي اوسیدونکی وایی: «زما زوی ټپي شو، وراره مې ټپي شو، دلته ډېری خلک ټپیان شوي، موټرونه یې سوځولي، د کورونو دروازې یې د سوځولو هڅه کړې»

خو د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په بریدونو کې ۵۲ تنه وژل شوي دي.

په دې سره په غزه کې د قربانیانو شمېرتر ۳۳ زرو پورته شو.