افغانستان

افغانستان کې پر داعش د امریکا په نه برید کولو نیوکې

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان وايي، په افغانستان کې د امریکا د پوځي فشار کموالی او د طالبانو کمزوري د دې لامل شوې چې داعش په یو ستر ګواښ بدل شي.

جوزف ووټل ټینګار کوي چې د طالبانو د واک په ترلاسه کولو سره د داعش خراسان څانګې د پرمختګ لپاره مناسب چاپیریال موندلی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان “جوزف ووټل” له “بزنس اسنایډر” سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا د پوځي فشار نشتوالی او د طالبانو کمزوري د دې لامل شوې، چې داعش په یو ستر ګواښ بدل شي.

دغه امریکايي قوماندان چې په ۲۰۱۰ کال کې یې په منځني ختیځ کې د پوځي عملیاتو څارنه کوله، زیاته کړه چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د داعش خراسان څانګې د پرمختګ لپاره مناسب چاپېریال موندلی دی.

جوزف ووټل وایی: «داعش خراسان څانګه، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د پرمختګ لپاره ځای موندلی او په همدې حال کې له دې خوند اخلي چې امریکايي او ناټو ځواکونه په دغه هېواد کې شتون نه لري. د دې ډلو د راپورته کېدو او ډېر ځواکمن کېدو لپاره ډېر وخت ته اړتیا نشته.»

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې دننه او بهر مرګوني بریدونه کړي دي.

هغه بریدونه چې حتی ایران، پاکستان او روسیې ته هم وغځول شول.

د «بزنس اسنايډر» مجلې په راپور کې د امریکايي چارواکو په حواله راغلي چې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل او له دغه هېواد څخه د څارنې نشتوالی د دې لامل شوی چې د داعش خراسان څانګه له افغانستانه بهر د بریدونو توان ومومي.

د ویلسون مرکز د سویلي اسیا د انسټیټوټ مشر مایکل کوګلمن، بزنس انسایډر ته وویل چې د طالبانو تر منځ دَرز او په افغانستان کې وضعیت داعش ته د بریدونو لپاره لا ډېره زمینه برابره کړې ده.

خو دلته اساسي پوښتنه دا ده چې ولې د داعش د کورني او سرحدي ګواښونو پر وړاندې کوم جدي حرکت نه دی شوی؟

محمد رادمنش، پوځي کارپوه وایی: «د نړۍ د سترو واکونو ترمنځ د سيالۍ شتون، خورا پېچلې جغرافيه، د وسله والو ځواکونو نه شتون او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش د پياوړې کېدو لامل شوي دي، چې د افغانستان د چاپيریال د کنټرول ترڅنګ سيمې ته د ګواښونه په رامنځته کېدو سره په نړۍ کې ورځ په ورځ وده کوي.»

پوځي کارپوهان وايي چې د سیمې او نړۍ د واکونو تر منځ د کړکېچ پراخېدل او افغانستان ته نه پاملرنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ودې لامل شوې ده.

محمد نعیم غیور، پوځي کارپوه وایی: «د افغانستان چارو ته د نړۍ پام نشته، نړۍ یوه سیالي لري، ختیځ او لوېديځ د افغانستان مسئلې ته دومره پام نه کوي، خپلې سیمې ته زیات پام کوي، چین خپلو مسایلو ته، روسیه له اوکراین سره ستونزې او لویدیځ په اوکراین او غزه کې ښکېل دی چې دا د دې لامل شوی چې د افغانستان اوسني وضعیت ته اساسي پاملرنه ونه شي.»

خو تر دې وړاندې طالبانو تل ویلي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د بریدونو توان نه لري.