افغانستان

طالبانو د نسيم راډيو مسؤول سلطان علي جوادي له بنده خوشې کړ

په دايکنډي کې د نسيم راډيو د مسؤول سلطان علي جوادي خپلوانو آمو ته په يوه ټيلېفوني اړيکه کې تاييد کړه، چې طالبانو نن (شنبه، د وري په ۱۸) ښاغلی جوادي له بنده خوشې کړ.

طالبانو تر دې مخکې سلطان علي جوادي د تېر هجري لمریز کال د لیندۍ په ۲۰ مه د «طالبانو د رژیم پر ضد د تبلیغاتو» په تور په یو کال بند محکوم کړی وو.

په همدې حال کې آمو ته سرچینې وايي، چې طالبانو له شپږو میاشتو زیات بند وروسته خوشې کړی او ویلي یې دي چې د بند پاتې موده یې د کوچني اختر په مناسبت معاف شوې ده.

ویل کېږي، چې ښاغلی جوادي نن غرمه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د طالبانو له زندانه خوشې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۱۳۹۲ لمریز کال د تلې په ۱۵مه په دایکندي ولایت کې د نسیم راډیو مسؤول مدیر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان له آزادۍ وروسته بېرته نیولي وو.