افغانستان

پاکستان ۱۶ افغان بندیان خوشي کړل

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې ۱۶ افغان کډوال له زندانونو خوشې کړي او هېواد ته راستانه شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا بندیان د پېښور له زندان څخه خوشي شوي دي.

ویل کیږي چې دغو مهاجرینو د اوسیدو د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله د پاکستان د پیښور په زندان کې له یو څخه تر دوو کلونو پورې وخت تیر کړي ده.