Uncategorized @ps افغانستان

طالبانو په لوګر کې د یوې میرمنې په ګډون شپږ تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په لوګر ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان د «زنا» او «لواط» په تور په عام محضر کې په درو ولي دي.

د دې محکمې په بیان کې راغلي چې یو کس په ۳۵ دُرو او یو کال بند محکوم شوی دی، بل تورن ته په ۲۵ دورو او یو کال بند سزا محکوم شوې دي.

د دې اعلامیې له مخې دریم تورن په ۳۹ درو او یو کال بند، څلورم تورن په ۳۵ دُرو او دوه کاله په بند محکوم شول، پنځم او شپږم تورن په ترتیب سره په ۳۹ او ۳۵ دُرو په بند محکوم شول.

د طالبانو د محکمې د خبرپاڼې له مخې، دا پرېکړې د لوګر د محمد آغه ولسوالۍ د طالبانو د ابتدايي محکمې له خوا شوې او د هغوى د عالي محکمې له خوا تاييد او عملي شوې دي.

يادونه وړ ده، چې د طالبانو له خوا د جسمي مجازاتو پلي کېدو هم نړيوالې اندېښنې راپارولي دي.

د ۲۰۲۲ کال تر پایه طالبانو په عام محضر کې لسګونه کسان په دُرو وهل شوي دي.