سوداګري

د کندوز اوسېدونکي د« روژې په میاشت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي» شکایت کوي

د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او دوی دا توکي د پخوا په پرتله په ګرانه بیه پېري.

دا اوسېدونکي وايي، چې د خوراکي توکو بيه له ٣٠ څخه تر ٥٠ افغانيو پورې لوړه شوې ده.

د کندوز اوسېدونکی محمد وايي:«په نورو هېوادونو کې چې د روژې میاشت راورسېږي، بیې یې ارزانه کېږي او تخفیفونه ورکوي، خو زموږ په هېواد کې سوداګر د روژې په میاشت کې نرخونه دوه چنده کوي.

دا اوسېدونکي وايي چې د خوراکي توکو بيې په داسې حال کې لوړې شوې چې عادي کار او عايد نه شته.

د کندوز اوسېدونکی عزيز خان وايي: «په بازار کې د هر شي بيې لوړې شوې دي».

ویل کیږي چې اوس د کندز په بازارونو کې د پنځوس کیلو اوړو بیه ۱۶۵۰ افغانۍ دی، په داسې حال کې چې دا بیه له روژې یوه اونۍ وړاندې ۱۶۳۰ افغانۍ وه.

همدا راز په تېرو مياشتو کې د ٢٤ کيلو وريجو بيه له ٢٥٧٠ افغانيو څخه د روژې په مياشت کې ٢٦٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده. د اووه کيلو بورې بيه له ٤٦٠ څخه ٤٨٠ افغانيو ته لوړه شوې ده، همداراز د ١٤ کيلو غوړو بيه له ١٤٢٠ افغانيو څخه ١٤٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د کندوز اوسېدونکى ميلاد وايي: «زما په ګډون د کندوز خلک نه شي کولاى، چې خپل لګښتونه پوره کړي».

د کندز یو بل اوسېدونکی محمد رفیق وايي: «دوی (پلورونکو) د یوه چارک روميانو د بیه له ۵۰ افغانیو څخه ۱۰۰ افغانیو ته لوړه کړې شوې دي».

په همدې حال کې هټیوال وايي، له سوداګرو څخه خوراکي توکي په لوړه بیه ترلاسه کوي او له همدې امله د پلور بیه یې لوړه شي.

یو هټیوال محمد خان وايي: «په روژه کې یوازې د ځینو توکو بیې زیاتې شوې نه دي. موږ له سوداګرو څخه غوښتنه کوو چې نرخونه دې لوړ نه کړي، که دوی په موږ ارزانه وپلوري، موږ به هم په ارزانه بیه وپلورو».