نړۍ

په ټایوان کې د ریشتر په کچه د ۷٫۲ درجې زلزلې ۴ تنه وژلي دي

په ټایوان کې د یوې زورورې زلزلې په پایله کې ۴ تنه وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې دا زلزله د ریشتر په کچه ۷.۲ درجې د ټایوان په ختیځ کې شوې او مرکز یې د هوآلین ښار وو.

په ورته وخت کې چې دا زلزله وشوه، د جاپان په سویل او فیلیپین کې د سونامي خبرداری هم ورکړل شوی.

ویل کیږي چې دا په دې هیواد کې په تیرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو قوي زلزله وه.