افغانستان

فایننشیال ټایمز: طالبانو په افغانستان کې له خپل واک سره «جنسیتي آپارتاید» رامنځته کړی دی

عکس از آرشیف

فایننشیال ټایمز په خپله یوه مقاله کې د شنونکو په حواله ویلي، چې افغانستان سره له دې چې یوه بې وزله او وږي ټولنه ده؛ خو طالبان په دې کې «جبر ځواک» لري او « جنسيتي آپارتايد» یې رامنځته کړی دی.

په دې ماده کې دا هم ویل شوي چې طالبانو ښځې او نجونې له عامه ځایونو او کار څخه لرې ساتلې او له تعلیم، روزنې او ځینو نورو اساسي حقونو یې هم بې برخې کړي دي.

د دې مقالې پر بنسټ، د طالبانو دي تګلارې د افغانستان نیمايي نفوس اغېزمن کړی، په داسې حال کې چې نړیوال اعتراض او «اغیزمن غبرګون» تر اوسه کمزوری او بي رنګه دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په هېواد کې د واک تر لاسه کولو وروسته تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو بنديز ولګاوه او سږ کال يې د تعليمي کال په پيل کې د دي ښځينه زده کوونکو په نه شتون کې د ښوونځي زنګ وواهه.