افغانستان

د ننګرهار اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي

د اختر ورځې او شپې په رانژدې کېدو سره د ننګرهار اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیو پر لوړېدو نیوکه کوي.

دوی وايي، سوداګر او دوکانداران په هره بيه چې زړه وغواړي خوراکي توکي پلوري او څوک يې د مخنيوي لپاره نشته.
يو شمېر هټيوال هم تاييدوي، چې د روژې مياشتې د تېرېدو په پرتله د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

بل خوا د ننګرهار ښاروال طالبان په دي ولایت کې د خوراکي توکو د بیو د ثابت ساتلو لپاره د هڅو خبره کوي.

د افغانستان په ختیځ کې د ننگرهار بازارونه تل ښه بیروبار دلودو خو کله چې د اختر شپې او ورځې راشي نو دا بیروبار نور هم زیاتیږي.

ننګرهاریان په داسې حال کې د دې ولایت په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو پر لوړېدو نیوکه کوي او د دې ستونزې د نه تعقیب له امله اندېښمن دي.

د ننګرهار اوسېدونکي جان محمد وويل: “«پيسې نه شته او د خلکو ستونزې ډېرې دي او موږ بايد يو له بل سره مهربانی او نرمښت وښایو»

د ننګرهار اوسېدونکی نظرمحمد آمو ته وويل: «که هرشي له دې ځايه څه واخلو په دي وختونو کی ډیر ګراني ده»

د ننګرهار يو بل اوسېدونکی محمد وويل: «دوکانداران ظالمان دي، دوی خپل مالونه ساتي او شپه او ورځ یې په لوړه بیه پلوري».

د ننګرهار د والیانو اتحادیه هم په دي ولایت کې د ذخیرو د ستونزې پر هواري ټینګار کوي.

د ننګرهار ولايت د سوداګرو د اتحاديې مشر باز محمد جنګمل وويل: «د خلکو خبرې رښتيا دي، ځکه پخوا يې په همدې بيه پېرودلې وه. خو اوس کله چې دوی راځي، له بېلابېلو بیو سره مخ دي».

د طالبانو سیمه ییز چارواکي په دي ولایت کې د نرخونو د لست پر تطبیق ټینګار کوي.

د ننګرهار د ښاروالۍ ویاند بخت ځوان مل وویل: د روژې د مبارکې میاشتې په را رسیدو سره د ښاروالۍ له لوري د لومړنیو خوراکي توکو د بیې لیست ترتیب او ویشل شوی او ټولې مسؤلې ادارې یې د پلي کولو لپاره کار کوي.

خو يوازې په ننګرهار کې نه، بلکې د روژې په رارسېدو او د اختر د شپو او ورځو په رانژدې کېدو سره د هېواد له نورو ولايتونو څخه هم تل د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.