افغانستان

طالبان وايي چې دوه امریکايان له دوی سره بندیان دي

File-Photo

طالبانو د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې دوه امریکايان د دوی له خوا بندیان دي، د طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دا دوه امريکايان له خپلو «قوانينو» څخه د سرغړونې له کبله نيول شوي دي.

د هغه په وينا، طالبانو د امريکايي بنديانو په اړه د امريکا حکومت سره خبرې اتري کړې دي. نوموړي د دي خبرو د جزیاتو په اړه څه ونه ویل.

هغه وويل: «په افغانستان کې يو شمېر بهرنيان بنديان دي، چې دوه يې امريکايان دي، د هغوى د توقيف لامل د افغانستان له قوانينو څخه سرغړونه ده».

د امریکا د ملي امنیت دوو چارواکو هم این بي بي سي نیوز ته ویلي، چې د دي هېواد دوه وګړي دا مهال د طالبانو له خوا نیول شوي چې یو یې رایان کوربټ او دوهم یېد طالبانو په افغانستان کې واک ته د ورسېدو ورسته د سیاحتي ويزې په اخيستو دی هیواد ته راغلي دي

د رایان کاربټ کورنۍ ویلي چې نوموړی له ۶۰۰ ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

ډرو کاربټ، د ریان کاربټ پلار وویل :«خلک وايي چې هغه شکنجه کوي طالبان وايي چې په مېلمستون کې دي، خو هغه ده مېلمستون کې نه دي. هغه ډوډي خوري، خو هغه ښه ډوډي نه خوري. او ما د هغو کسانو سره خبرې وکړې چې د هغه سره په زندان کې وو. وروستی ځل چي ما د هغه په ګډون پنځه کسان په یوه کوچنۍ کوټه کې وو، او زیاتره وخت دی په انفرادي کوټه کی به وه»

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ویلي، چې ډېری امریکایان د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي او اوس د یرغمل شویو په توګه ژوند کوي.

ښاغلي ټرمپ وویل: « همدا اوس ستاسو تر شا امریکایان شاه شته دي،تاسي کولاي شي دوي ته یرغمل شوي کسان ووايي».

خو د امریکا د ملي امنیت چارواکو ویلي، چې د دي هېواد دوه ښارونه چې د طالبانو په واک کې دي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته افغانستان ته تللي او نور امریکایان په خپله خوښه هلته دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په بند کې د امریکایانو شمېر نه دی روښانه کړی، خو په پرله پسې ډول یې ویلي چې له طالبانو سره د هغوی د بې قید او شرطه خوشې کېدو په اړه خبرې کوي او دا موضوع د طالبانو ترمنځ د مثبتو خبرو اترو په لاره کې یو له خنډونو څخه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر ویلي: «موږ د طالبانو له استازو سره د خپلو ناستو په ګډون پرله پسې فشار راوړو چې د راین کاربټ او په افغانستان کې د نورو بندیانو د سمدستي او غیر مشروطه خوشې کیدو غوښتنه وکړو ،موږ طالبانو ته څرګنده کړه چې دا نیونې د مثبتو ښکیلتیا په وړاندې یو مهم خنډ دی، او موږ به ورته دوام ورکړو».

د امریکايي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، راین کاربټ په افغانستان کې یو کوچنی مالي شرکت درلود او که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې یې له افغانستانه ووتو ،خو هغه به په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته راستون شوي وو.