نړۍ

تېره شپه په غزه کې ۸۲ تنه وژل شوي دي

اسرائیلي پوځ د شنبې په ورځ د غزې په ټوله سیمه بمبا وکړ او د خان یونس په ښار کې سختې نښتې دوام لري.

په دې بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲ کسان وژل شوي او ۹۸ نور ټپیان دي.

د بله پلوه د حماس او اسرائیلو سرتیرو ترمنځ په خان یونس ښار کې سخته جګړه دوام لري.

د خان يونس اوسېدونکي احمد منصور وويل: «دا جګړه نه ده، دا د ورانۍ او بربادۍ لپاره وژنې دي، ونې، څاروي، کورونه، پوهنتونونه، ښوونځي، ماشومان او ښځې ټول له منځه ځي.»

په لویدیځه غاړه کې هم اسرائیلي پوځیانو یو دیارلس کلن هلک وژلی او څو نور یې ټپیان کړي دي.

ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په لویدیځه غاړه کې بریدونو زور اخیستی، چې په پایله کې یې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د اسرائیلو پوځ هم د لبنان سهېلي سیمې په هوايي بریدونو کې په نښه کړې دي. د راپورونو له مخې په دې بریدونو کې د ملګرو ملتونو یو موټر هم په نښه شوی، چې په پایله کې یې د دې سازمان ۳ څارونکي او یو تن ژباړونکی ټپي شوی دی.

رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د لبنان په سوېل کې د اسرائیلو په هوايي برید کې د ملګرو ملتونو درې څارونکي او د دوی یو ژباړونکی ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو هم دا پېښه تایید کړې ده، خو اسرائیل دا راپور ردوي.

د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیله نږدې شپږ میاشتې تېرې شوې دي.

تر اوسه په غزې تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۲۷۰۵ تنه وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې د اسرائیلو په بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه اندېښنې شته؛ امریکا موافقه کړې چې اسرائیلو ته د ۲.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت نوې وسلې ورکړي.

د راپورونو پر بنسټ؛ واشنګټن به اسرائیلو ته شاوخوا ۱۸۰۰ ام کې-۸۴ بمونه، ۵۰۰ ام کې-۸۲ بمونه او ۲۵ اف-۳۵-اې جنګي الوتکې او د هغوی ماشینونه ورکړي.