نړۍ

بایډن شریف ته: زه له نړیوالو او سیمه ییزو ننګونو سره د مقابلې لپاره د پاکستان تر څنګ ولاړ یم

د امریکا ولسمشر جوبایډن، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته په یوه لیک کې ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې د «تر ټولو بیړنیو» نړیوالو او سیمه ییزو ننګونو سره د مقابلې لپاره د پاکستان تر څنګ ولاړ وي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت دا لیک نن (جمعه) خپور کړ. په دي لیک کې ویل شوي، چې د پاکستان او امریکا تر منځ دوامداره ملګرتیا او همکاري د دواړو هېوادونو او نړۍ د خلکو د امنیت د تامین لپاره خورا حیاتي ده.

ښاغلي بایډن په دي لیک کې زیاته کړه: «زموږ د ولسونو او په ټوله نړۍ کې د خلکو د امنیت د تامین لپاره زموږ د ملتونو ترمنځ دوامداره ملګرتیا حیاتي ده، او متحده ایالات د پاکستان تر څنګ ولاړ دی ترڅو د نړۍ له خورا سختو نړیوالو او سیمه ییزو ننګونو سره مقابله وکړي. لکه اقتصادي بحران، د اقلیم بدلون، روغتیا، ښوونې او روزنې ته لاس رسی او بشري حقونه».

ډیپلوماتیک لیک کې ویل شوي: «متحده ایالات د بشري حقونو د ساتنې او پرمختګ ته د ودې ورکولو لپاره له پاکستان سره کار کولو ته ژمن دي».

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي، چې دا په وروستیو کلونو کې د بایډن او د پاکستان د صدراعظم ترمنځ لومړنۍ رسمي اړیکه وه.