افغانستان

طالبانو په کابل کې دوه تنه ۳۵ دُرې وهلي

د طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا محکمې نن (پنجشنبه) په کابل کې دوه کسان د «له واده څخه بهر اړیکو» په تور په ۳۵ دورو وهلي دي.

د دې محکمې په اعلاميه کې راغلي، چې د روژې په ١٧مه، دوه تنه د «زنا محصنه» په تور د کابل ښار د لومړۍ ناحيې د څلورمې حوزې له خوا په محکمه کې پر بند محکوم شول.

د دې اعلامیې پر بنسټ، هر یو تورن ته د ۳۵ دُرو په وهلو سره د یو کال بند سزا اورول شوې ده.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان د بېلابېلو جنایاتو په تور په وهلو ډبولي دي.