Uncategorized @ps افغانستان

تبعید شوي خبریالان: یوناما باید د طالبانو له زندانونو د خبریالانو پر راخوشې کولو باندې غور وکړي

له افغانستانه د تبعید شویو خبریالانو یوې ډلې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له دفتره غوښتي چې، د طالبانو له زندانونو دې د خبریالانو د خلاصون او د طالبانو له زندانونو د رسنیو د ټولو کارکوونکو د آزادۍ لپاره زمینه برابره کړي.

دې خبریالانو په یوه بیان کې زیاته کړې: «موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال دفتر، څخه غوښتنه کوو، چې د ښاغلي رامین امیري، عبدالله احمدي او نورو افغان خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له طالبانو څخه د خلاصون لپاره له هرې شونې لارې کار واخلي.»

په دې وروستیو کې طالبانو په کندز ولایت کې د یوه خصوصي ټلویزیون خبریال عبدالله احمدي او د ټلویزیون جهاني صلح مسؤول رامین امیري په هرات ولایت کې نیولي دي.

خو د دې خبريالانو په اعلاميه کې ويل شوي دي، چې د دې دوو خبريالانو د «نيولو او له آزادۍ څخه د دوام د محروميت» علت تراوسه د طالبانو له خوا نه دى اعلان شوى.

په نورو هیوادونو کې مېشتو افغان خبریالانو له نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي او ټینګار پرې وکړي چې د طالبانو دا ډول کړنې باید ودرول شي.

د دې خبريالانو په وينا، د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو له آزادۍ څخه محروميت په افغانستان کې له بشري حقونو څخه «جدي سرغړونه» ده او بايد د «بشري حقونو د جرمونو» په توګه د طالبانو په ريکارډ کې شامل شي.

په ورته وخت کې په نورو هیوادونو کې مېشتو خبریالانو په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ راپور ته په اشارې سره زیاته کړه، چې هغه باید په خپلو راپورونو کې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته هم پاملرنه وکړي او د خپلو راپورونو پر یوې برخې تمرکز وکړي. د ژورنالیستانو او د بیان د آزادۍ د وضعیت په اړه د خپلو راپورونو یوه برخه باید افغانستان ته ځانګړې شي.