افغانستان

د مقاومت جبهې په کابل کې د درېيو طالبانو د وژلو ادعا کړې ده

د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د کابل ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړي او د دي جبهې د غړو د برید په پایله کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

له دې وړاندې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید نن سهار شاوخوا اته بجې د دهن باغ په سیمه کې شوی دی.

د دي جبهې د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې دوه تنه نور طالبان ټپيان شول.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.