نړۍ

لینزي ګراهام په افغانستان کې داعش په نښه کولو غوښتونکی شو

په افغانستان او روسیې کې د داعش له بریدونو وروسته امریکايي سناتورانو په دې وروستیو کې د داعش د وړتیاوو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به داعش هم د امریکا موخې په نښه کړي.

په همدې حال کې لینزي ګراهام له امریکايي سناتورانو غوښتي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې مرکزونه په نښه کړي، همدارنګه دې نامتو امریکايي سناتور ویلي، چې دا ډله باید مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي له منځه یوړل شي.

ښاغلي ګراهام په ایکس کې لیکلي: «مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، موږ باید په افغانستان کې د خراساني داعش څانګې موخې په نښه کړو او د هغوی عملیات ګډوډ کړو.»

ښاغلی ګراهام د امریکا د ټاکنو په دې پړاو کې د «ډونالډ ټرمپ» او د هغه له پلویانو څخه یو له نژدې څېرو څخه دی. نوموړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون پلوي کړې ده.

تېره پنجشنبه داعش د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل بانک نوي ته څېرمه برید وکړ. د برید په پایله کې ۴۵ تنه وژل شوي او ۵۶ تنه نور ټپیان وو.

په همدې حال کې یو بل امریکايي سناتور ټام کاټن ویلي: «دا له افغانستان څخه د ولسمشر بایډن د ګډوډۍ او ناورین د وتلو له بدمرغو انعکاسونو څخه دی. هماغه ډله چې ۱۳ امریکایان یې ووژل. داعش کولی شي له افغانستان څخه په لږ یا هیڅ خبرداری سره په آسیا او اروپا کې د لویدیځ پر ګټو برید وکړي، او دا هغه څه دي چې موږ یې شاهدان یو. راتلونکی بریدونه کیدای شي په آسیا یا اروپا کې د متحده ایالاتو پر سفارتونو او یا د هغو زده کونکو په وړاندې وي چې د پسرلي په رخصتۍ کې د ښوونځي سفرونو لپاره اروپا ته ځي او زه ژوره اندیښنه لرم، چې داعش به ژر یا وروسته له افغانستان څخه امریکایان په نښه کړي.»

له بلې خوا د طالبانو استخباراتو ته نږدې یوې رسنۍ «المرصاد» تر دې مخکې ویلي وو، چې داعش د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د خراسان څانګه ده او دا ایالت د دوی یو مهم مرکز دی.

دې رسنۍ ادعا کړې، چې تاجیکستان د یوه لویدیځ هېواد په همکارۍ د داعش په وده کې رول لوبوي او دا ډله یوازې پر هغو هېوادونو بریدونه کوي، چې له لویدیځ سره مخالفت کوي، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په روسیه او افغانستان کې د داعش د برید اصلي لامل امریکا ګڼلې ده.

د دې وزارت ویاندې ماریا زاخارووا روسي رسنیو ته په یوه مقاله کې ویلي، چې امریکا هڅه کوي د داعش له لارې د روسیې، افغانستان او ایران په ګډون د واشنګټن دښمنان په نښه کړي.

داعش د شنبې په ورځ په مسکو کې د کنسرت پر یوه تالار باندې برید کې ۱۳۹ تنه ووژل او ۱۸۲ تنه یې ټپیان کړل.

په داسې حال کې چې په افغانستان او سیمه کې د داعش د شتون او د دې ډلې د ګواښونکو فعالیتونو په اړه اندېښنې شته. او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې داعش ډله لا هم د افغانستان او سیمې لپاره ګواښ دی. خو تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی.