افغانستان

متیو میلر: امریکا د داعش د ګواښ پر وړاندې «هوښیاره» ده

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر وايي، هېواد یې د خراسان داعش له ګواښونو «خبردار» دی او له خپلو متحدینو سره د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره کار کوي.

ښاغلي میلر دغه څرګندونې د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې په افغانستان او سیمه کې د خراسان د داعش له خوا د رامنځ ته شویو ګواښونو په اړه ترې پوښتنې وشوې.

هغه وویل: «موږ له ډیرې مودې راهیسې د داعش د ترهګریزو فعالیتونو په اړه اندیښمن یو. تاسو ولیدل، چې موږ روسیې او ایران ته د دوو وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه خبرداری ورکړ.د او تاسو ولیدل چې د خراسان د داعش دسیسې په اروپا کې ګډوډې شوې. له همدې امله موږ څرګنده کړې چې د خراسان د داعش د ګواښونو پر وړاندې باید غور وکړو او دا ځل له خپلو متحدینو سره کار وکوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم په افغانستان کې ترهګریز ګواښونه په ګوته کړل او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان باید د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

هغه زیاته کړه: «افغانستان باید د هغو تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نه شي چې امریکايي اوسېدونکو ته زیان ورسوي. موږ په افغانستان کې د ترهګرو د حساب ورکولو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړه، خو موږ طالبانو ته دا هم روښانه کړې، چې په افغانستان کې دننه له ترهګرو ډلو سره جګړه د دوی په ګټه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې داعش په تېره اوونۍ کې په افغانستان او مسکو کې مرګوني بریدونه کړي دي.