افغانستان

طالبان: له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو ایستل د « نړۍ د اصولو او معیارونو خلاف کار» دی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا بهیر «د نړیوالو معیارونو او اسلامي ارزښتونو خلاف» دی.

مجاهد نن (سه شنبه) د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون سره د خبرو پر مهال زیاته کړه چې، «دا کار قانوني نه دی».

د طالبانو ویاند د کوم هیواد د نوم له اخیستو پرته ټینګار کړی، چې افغان کډوال باید پر هېوادونو د فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې له پاکستانه د «اسناد لرونکو» افغان کډوالو د ایستلو پر نوي بهیر اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دې بهیر دوام د ډېرو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، پاکستان په دې وروستیو کې ۱۵۴۸ افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.