افغانستان

د مقاومت جبهې په کابل او غور کې د درېيو طالبانو د وژلو ادعا کړې ده

Resistance front members in Panjshir. File photo.

د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې ده، چې د طالبانو درې غړي په کابل او غور ولایتونو کې د دې جبهې د غړو له خوا په دوو جلا بریدونو کې وژل شوي دي.

دغه جبهه وايي، چې د طالبانو يو غړى د غور ولايت د شهرک ولسوالۍ په جوريا کلي کې په دغو بريدونوکې ووژل شو.

د مقاومت جبهې په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د دې جبهې غړو د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د سرکوتل خیرخانې په سیمه کې برید کړی چې په پایله کې یې دوه تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.