نړۍ

په پاکستان کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینايان وژل شوي دي

رویټرز خبري اژانس د پاکستاني امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د چينايانو پر کاروان د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې پنځه چینایان ووژل شول.

د سیمې د امنیت مشر محمد علي ګنداپور رویټرز ته ویلي ،چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د چینايي انجینرانو پر کاروان چې له اسلام آباد څخه د خیبر پښتونخوا په داسو کې خپل کمپ ته روان وه چي په نښه شول.

هغه تاييد کړه چې په دې بريد کې پنځه چينايي اتباع او د هغوى پاکستاني موټر چلوونکى وژل شوي دي.