افغانستان

طالبانو د «شکایتونو اوریدلو» قانون د تطبیق د پیل اعلان وکړ

د طالبانو د فواید عامې وزارت چارواکو نن (سه شنبه) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د «شکایتونو اورېدلو قانون» د پلي کېدو اعلان وکړ.

طالبان وايي، دا ۲۳ ماده ییز قانون خلکو ته دا فرصت ورکوي چې د دوی د ادارې او چارواکو په وړاندې خپل «شکایتونه» ثبت کړي.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال طالبانو ته وویل چې په تېر کال کې د دوی له لوري ۱۷۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي.

په همدې حال کې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امر بالمعروف چارواکو د «ناسمه» چلند ډېر راپورونه ورکړل شوي دي.