نړۍ

په مسکو کې د داعش برید «په سوریه کې د دې ډلې پر مرکزونو» د روسیې د هوايي بریدونو په غچ کې دی

اسوشیټیډ پرس، د یوه پاکستاني شنونکي له قوله ویلي، که دا تایید شي چې دي ډلې په مسکو کې د کنسرت په تالار کې وحشتناکه ډله ییزه وژنه ترسره کړې، دا په سوریه کې د داعش پر پټنځایونو د روسیې د هوايي بریدونو د غچ په توګه لیدل کېدای شي.

په ورته وخت کې دې خبري آژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، لیکلي دي چې په منځنۍ آسیا کې میشته داعش خراسان په مسکو کې د کنسرت پر تالار د حملې مسوولیت په غاړه لري او دا ډله زیاتره وختونه روسیه نښه کوي.

ویل کیږي، چې په سوریه کې داعش د روسیې په هوايي بریدونو کې «سخت» زیانمنه شوی ده.

اسوشیټیډ پرس، په دي راپور کې داعش د القاعدې یوه څانګه بللې چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د سوریې او عراق زیاتره برخه ونیوله.

په همدې حال کې، په مسکو کې د امریکا سفارت د مارچ په اوومه امریکايانو ته یو امنیتي خبرداری خپور کړ او ویې ویل چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې افراطیان په مسکو کې د کنسرتونو په ګډون د لویو غونډو په نښه کولو پلان لري.

په مسکو کې له برید وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (شنبه) د خپل هېواد خلکو ته په وینا کې وویل چې د ده د حکومت چارواکو د دي برید په تړاو ټولټال ۱۱ کسان نیولي، چې څلور یې له داعش سره تړاو لري. دوی شک لري چې دا یو خونړی او وحشیانه تروریستي عمل و.

هغه زیاته کړه: «روسیې چارواکو څلور شکمن وسله وال په داسې حال کې نیولي دي چې دوی هڅه کوله د کړکۍ له لارې اوکراین ته وتښتي چې د اوکراین پولې ته د دوی لپاره چمتو شوې وه».

البته پوتين په دې وينا، کې د داعش يادونه ونه کړه او د نيوکې ګوته يې د اوکراين په لور وښووله.

له دې څرګندونو وروسته، د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی په دې پېښه کې د روسیې د لاس لرلو تورونه په کلکه ردوي او دا یې د روسیې په ټولنه کې د اوکراین ضد حساسیت د لا زیاتولو هڅه بولي.

د روسیې د تحقیقاتي کمیټې، له خوا د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، په مسکو کې د کنسرت په تالار کې د «داعش خراسان» په برید کې ۹۳ وګړی وژل شوي دي.