نړۍ

روسیې د مسکو د کنسرت پر تالار د برید څلور عاملین ونیول

د کرملین ماڼۍ ویلي، چې دوی د څلورو ت «رهګرو» په ګډون ۱۱ کسان نیولي چې تیره شپه یې د کروکس ښار په تالار کې برید وکړ.

د روسیې د امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف ویلي، چې د نیول شویو کسانو د هویت له څرګندولو پرته یې د نیول کېدو راپور ولادیمیر پوتین ته سپارلی دی.

د داعش وسله والو تېره شپه په «کروکوس» ښار کې د کنسرت په تالار کې په برید کې ۶۰ کسان ووژل او ۱۴۵ نور یې ټپیان کړل.

دا برید پراخ غبرګونونه راپارولي او د نړۍ اکثرو هېوادونو او مشرانو دا برید غندلی دی، خو پخپله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې برید په اړه په ښکاره غبرګون نه دی ښودلی.

په همدې حال کې د اوکراین د ولسمشر مرستیال میخائیلو پودولیاک وویل، د هغه هېواد چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د روسیې له پوځي برید سره مخامخ دی، له دې برید سره «هېڅ تړاو »نه لري.

د اوکراین د دفاع وزارت د اطلاعاتو د مرکزي ادارې مشر وویل، «په مسکو کې تروریستي برید د روسیې د ځانګړو ځواکونو له خوا د پوتین په امر یو پلان شوی او قصدي حرکت وه».

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق، په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د دي سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش د نن ورځې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په دې اړه خپله خواشیني څرګنده کړې او پر ټولو هېوادونو یې غږ کړی چې د روسیې له حکومت او نورو چارواکو سره په فعاله توګه همکاري وکړي، تر څو ددي ترهګریزو پیښو عاملین او ملاتړي حساب او عدالت ته رواکاږل شي.

د دوی په بیانیه کې راغلي دي: «د امنیت شورا غړو دا وحشیانه او بزدلانه تروریستي حمله په کلکو ټکیو وغندله».

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي، هم خبریالانو ته وویل: «زموږ دعاګانې د دې وحشتناکو ډزو قربانیانو سره دي».« انځورونه ډیر وحشتناک دي، دا واقعیا سخته ده چې داسې وضعیت په سترګو ولیدل شي».

سپینې ماڼۍ، چې مخکې یې د مارچ په پیل کې روسي چارواکو ته د «پلان شوي ترهګریز برید» په اړه خبرداری ورکړی و چې احتمال یې په مسکو کې «لوی غونډې» په نښه کړي، زیاته کړه چې هڅه کوي لا ډیر مالومات تر لاسه کړی».

د شين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وويل، ښاغلي شي پر دې ټينګار وکړ چې چين د ترهګرۍ له هرډول سره مخالف دي، تو ترهګريز بريدونه په کلکه غندي او د خپل ملي امنيت او ثبات د ساتلو لپاره د روسيې د حکومت له هڅو ټينګ ملاتړ کوي.

له بلې خوا اروپايي ټولنې ویلي دي چې د مسکو برید «ټکي او ویرونکي» دی او د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول برید غندي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون وویل، چې هغه «دا ترهګریز برید په کلکه غندي چې د داعش لخوا یې ادعا شوې وه».

مانوئل وویل، «فرانسه د قربانیانو، د هغوی له عزیزانو او د روسیې له ټولو خلکو سره خپل زړه خوالی کوي».

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په ایکس کې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلي دي: «مسکو ته نژدې د کروکس په ښارګوټي کې پر بې ګناه خلکو د وحشتناک برید انځورونه وحشتناک دي. او له دې سره باید لازمې څېړنې وشي».

له بلې خوا د ايټاليا لومړي وزير جورجيا ميلوني، دا بريد يو وحشتناک تروريستي عمل وباله او زياته يې کړه: «په مسکو کې د بې ګناه ملکي وګړو د وژلو وحشت د منلو وړ نه دی».

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاتز، په ایکس کې لیکلي: «موږ په مسکو کې د نن شپې د غمجنې پیښې له امله خواشینی یو».

د وفا رسمي خبري اژانس، د فلسطیني ادارې د مشر په حواله دا برید غندلی او د روسیې له مشرتابه، د دي هېواد له خلکو او د روسیې په فدراسیون کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره پر خپل پیوستون او ملاتړ ټینګار کړی دی.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو، په ایکس چینل کې لیکلي: «موږ د ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه خپل ملاتړ اعلانوو او د هر ډول تاوتریخوالي د ردولو لپاره خپل غږ پورته کوو».

په همدی حال کې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، په ایکس چینل کې دا «وحشیانه ترهګریز برید» وغندلو او ویې ویل: «هند د غم په دې وخت کې د روسیې فدراسیون له حکومت او خلکو سره پیوستون ولاړ دی».